ایکنانیوز له روسیا الیوم له قوله راپور راکړ د ماسکو مفتي په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ، نن یعني په چارشنبې ورځې به په ماسکو او شاخوا کې کابو دوه لکه مسلمانان د روژې دمبارکې میاشتې نیکمرغه اختر لمونځ ترسره کړي.
په راپور کې ويل شوي دي ، د روسیې د مسلمانانو دمعنوي شورا مرستیال مشر او د ماسکو سیمې مفتي روشان عباسوف په یولړ څرګندونو کې ووئیل، اټکل کیږي ، په ماسکو او شاخوا کې به د نیکمرغه اختر په لمانځه کې د لمونځ ګوزارو شمیر کابو دوو لکو کسانو ته ورسیږي.
عباسوف ووئيل، دماسکو حکومت اټکل کوي ، چې په کوچني اختر لمانځه کې به له یو نیم لک رانیولې تر دوو لکو پورې کسان د اختر په لمانځه کې ګډون وکړي.
د روسیې د پلازمینې ماسکو په نورو او شاوخوا سیمو کې د مسلمانانو شمیر کابو یو لک کسانو ته رسیږي. هغه دې ته په اشارې سره چې کابو پنځوس نور اضافي ځایونه هم تیار کړئ شوي دي ، اټکل کیږي ،چې د لمونځ ګوزارو شمیر نوره هم زیات شي.
عباس اوف روښانه کړې ده ، دهغو کسانو لپاره چې جوماتونو ته نشي تللی ، هم په ژوندئ بڼه لمونځ ترسره کیږي. هغه په عین حال کې له مومنانو وغوښتل ، د جوماتون ونظم دې وساتي او د امنیت د ساتلو لپاره د امنیتی چارواکو غوښتو ته پام وکړي.
د باشکري ،تاتارستان او چیچنیا په څير ځیني اسلامی جمهوریتونه هم نن په رسمي توګه اختر لمانځي.
وئيل کیږي، په روسیې کې څه ډپاسه پنځلس میلیون مسلمانان ژوند کوي ، چې زیاتره ئې په ولګا او اورال سیمو کې او ځیني نور د روسیې په اروپائي برخې سیبریا او شمالي قفقاز کې ژوند کوي.
د روسیې په ، ولګا سیمې ، اورال سیمې او سیبریا اروپائي برخې کې زیاتره مسلمانان په تاتار او باشکري ملیّتونو سره آباد دي .په دغو سیمو او دغه راز په شمالي قفقاز کې زیاتره مسلمانان ، حنفی،شافعي ،صوفي تقشبندي او قادري مسلمانان ژوند کوي.